په امریکا کې پر مظاهره کوونکو د موټر سره برید شوی

په امریکا کې پر مظاهره کوونکو د برید له امله ګن شمیر کانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1657988
په امریکا کې پر مظاهره کوونکو د موټر سره برید شوی

په امریکا متحده ایالتونو کې د پولیسو پر خلاف پر مظاهره کوونکو د موټر سره برید وشو.

د امریکا د میناپولیس د ښار پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې ښار کې په یوې ۵۰ کسیزې مظاهره کوونکې ډلې چې د پولیسو د شدت پر خلاف يي مظاهره کوله د یو تن لخوا د موټر سره برید وشو.

برید کوونکي‌ خپل موټر پر مظاهره کوونکو وځغلو او ګنشمیر يي د موټر لاندې کړل.

پدې پیښه کې یو تن مظاهره کوونکي‌ ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

برید کوونکی د مظاهره کوونکو لخوا د نیول کیدو نه وروسته پولیسو ته سپارل شوی دی.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې د برید انګیزه او لامل معلوم ندی په اړه يي تحقیقات روان دي.



اړوند خبرونه