د جي ۷ هیوادونه د بې وزلو هیوادونو سره یو میلیارد ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته کوي
د جي ۷ سازمان غړي هیوادونه د بې وزلو هیوادونو سره یو میلیارد ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته کوي.
د جي ۷ سازمان غړي هیوادونه د بې وزلو هیوادونو سره یو میلیارد ډوزه د کرونا ویروس واکسین مرسته کوي.
دا خبره د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس وکړه.
جانس وویل چې د جي ۷ سازمان غړیو هیوادونو د ۲۰۲۲ کال تر پایه پورې د نړۍ د بې وزلو هیوادونو سره د یو میلیارد ډوزو واکسین د مرستې پلان لري.
د جانس د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې په انګلستان کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام د بریالي کیدو له امله په پام کې لري چې اضافه واکسین د نورو هیوادونو سره شریک کړي. انګلستان به د نورو هیوادونو سره د کرونا ویروس د واکسین د شریکولو سره ددې ویروس ریښو د وچولو په برخه کې ډیر مهم ګام اوچت کړي.
په بیان کې د لومړي وزیر جانس له قوله لیکل شوي دي چې د جي ۷ سازمان غړي هیوادونه د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو د بې وزلو او فقیرو هیوادونو سره د یو میلیارد ډوزه کرونا واکسین د مرستې پلان لري.
د ویلو ده چې د جي ۷ سازمان د غړیو هیوادونو مشران د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ د پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره په انګلستان کې سره راټول شوي دي.
د جي ۷ د سازمان د غړیو هیوادونو سرمشریزه به نن پيل او د جون تر ۱۳ مې نیټې به دوام وکړي.
پدې غونډه کې به د کرونا ویروس د روانې وبا ناروغۍ، جیپولیتیک نړۍوالو تهدیدونو او اقلیم بدلون په څیر په مهم مسئلو خبرې وکړي.