په میانمار کې پوځي‌ الوتکې سقوط وکړ

په میانمار کې د یوې عسکري‌ الوتکې د سقوط له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1655272
په میانمار کې پوځي‌ الوتکې سقوط وکړ

 

د میانمار د ژغورنې ادارې ویلي دي‌ چې  یو پوځي‌ الوتکې چې پوځیان يي انتقالول پرون د غرمې نه وروسته د ماندالا په ښار کې د فولادو د فابریکې د پاسه ولویده.

د یادې شوې ادارې لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې پدې الوتکه کې ۱۶ تنو پوځیانو شتون درلود.

پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د پیښې د قربانیانو هویت ندی اعلان شوی .



اړوند خبرونه