په امریکا کې پر پوځي‌ هډې وسله وال برید شوی

د امریکا د تکساس په ایالت کې پر پوځي‌ هډې وسله وال برید شوی

1655004
په امریکا کې پر پوځي‌ هډې وسله وال برید شوی

په امریکا متحده ایالتونو کې په یوې پوځي‌ هډې وسله وال برید شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د تکساس په ایالت کې په یوې پوځي‌ هډې د دوو تنو لخوا وسله وال برید شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د تکساس ایالت د سن انتونیو لاک لاند پر پوځي‌ هډې چې د امریکا د دفاع وزارت تر ټولو لویه پوځي‌ هډه ده د دوو تنو لخوا وسله وال برید شوی دی.

نوموړي‌ چارواکي‌ ویلي دي‌ چې پدې برید کې چاته ځاني‌ زیان ندی اوښتی او برید کوونکي‌ هم په تیښه بریالي‌ شوی‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دوو تنو نامعلومو  برید کوونکو د دخولي‌ دروازې نه ډزې کړي‌ دي.

د تښتیدولو برید کوونکو د نیولو په خاطر تحقیقات پيل شوي‌ دي.

د برید نه وروسته د یادې شوې پوځي‌ هډې ټولې دخولي‌ او خروجي‌ دروازې وتړل شوې او د برید نه څو ساعته وروسته بیرته پرانیستل شوې .



اړوند خبرونه