د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو پروګرام ۵۰ سنله بشپړ شوی دی

د امریکا د مرکزي‌ قوتونو قومندان : ۵۰ سلنه امریکايي ځواکونه د افغانستان نه وتلي‌ دي

1653865
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو پروګرام ۵۰ سنله بشپړ شوی دی

 د امریکا  متحده ایالتونو د مرکزي‌ قوتونو قومندان ستر جنرال کینیت مک کنیزي وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د پروګرام په چوکاټ کې  ۵۰ سلنه ځواکونه ویستل شوي‌ دي.

مک کنیزي  د ویدیو کنفرانس له لارې جوړې کړې خبري‌ غونډه کې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر او د سیمې د وروستیو پرمختګونو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د پروګرام په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  تر اوسه پورې ۵۰ سلنه ځواکونه ویستل شوي‌ دي. د سپټمبر تر میاشتې به د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو پروګرام بشپړ شي.

هغه وویل چې د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته به هم امریکا د افغان ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه چې امریکا به د هیواد نه بهر د ترهګرۍ پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي. په نورو سیمو کې هم د القاعدې او داعش ترهګرو سازمانونو پر خلاف به زمونږ عملیات دوام وکړي. پدې عملیاتو کې به په سیمه کې د خپلو متحدینو سره په ګډه کار وکړو.

هغه په سوریه کې د امریکا د پوځي‌ موجودیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې،  پدې هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې د لمنځه وړو او ددوې لخوا  زمونږ پر متحدینو د بریدونو د توان او ظرفیت په کامله توګه د لمنځه وړو پورې خپل پوځي‌ موجودیت ته دوام ورکړو.

هغه وویل چې دلته هم غواړو چې د امنیت د تامین ماموریت سیمه ایزو امنیتي‌ ارګانونو ته تسلیم کړو خو البته چې دم ګړۍ دا خبره ممکنه نده. دا د یوې اوږدې مودې وروسته خبره ده.

د ویلو ده چې  امریکا په سوریه کې د سوریې د ډیموکراټ ځواکونو تر نامه لاندې د  پي کاکا ترهګري‌ سازمان د وسله والو ځواکونو وای پي جي‌ او وای پي‌ جي سره په ګډه کار کوي.

د پي کا کا ترهګري‌ سازمان وسله والې څانګې وای پي جي‌ د امریکا پر ملاتړ د سوریې د دیروزور د تیلو کوهیان ، چاڼځایونه او تاسیسات او د سوریې د شمال ختیځې سیمې د خپل اشغال لاندې نیولي‌ دي.



اړوند خبرونه