په امریکا کې د کنسرت لپاره په راټولو شوو خلکو وسله وال برید شوی
په امریکا کې په یو وسله وال برید کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا متحده ایالتونو د فلوریدا ایالت د میامي ښار د حیالیه په کلي کې د بیلیارد د یو کلپ په مخکې په وسله وال برید کې ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبري رسنیو د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې د برید د کنسرت لپاره په راټولو شوو کسانو شوی دی.
ویل کیږي برید د ۳ تنو برید کوونکو لخوا شوی دی. عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یو سپین موټر نه درې ته راښکته شول او په لاس کې د وسلو سره يي د بیلیارد کلپ په مخکې د کنسرت لپاره په راټولو شوو خلکو ډزې پيل کړې .
پدې پیښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او نږدې ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د میامي د ښار د پولیسو مشر الفیردو رامیریز ویلي دي چې یو ځل بیا د یو وحشناک وسله وال برید شاهدي کوو. هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې پدې پیښه کې ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۲۰ تنو ډیر کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايی حالت ښه ندی. ددې پیښې په تړاو تر اوسه پورې څوک نیول شوي دي.
د ویلو ده چې په امریکا کې د وسلو تاوتریخولي ارشیف په نامه یوې څیړنیزې ډلې د ترسره کړو تحقیقاتو نتیجه اعلان کړې ده . پدې تحقیقاتو کې راغلي دي چې په امریکا کې د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو ۱۳۲ ورځو کې لږ تر لږه ۲۰۰ ډله ییز وسله وال بریدونه شوي دي.
اړوند خبرونه
د ملګروملتونو د امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر مسودې رای اچونه کوي.
فلسطین یو ځل بیا د ملګروملتونو سازمان د بشپړ غړیتوب غوښتنه وکړه