د انګلستان او ناروې ساینسپوهان: د کووید ۱۹ ویروس په چین کې په لابراتوار کې جوړ شوی دی

د کووید ۱۹ ویروس په لابراتوار کې جوړ شوی دی په اړه بحثونه له سره تاوده شوي‌ دي

1648552
د انګلستان او ناروې ساینسپوهان: د کووید ۱۹ ویروس په چین کې په لابراتوار کې جوړ شوی دی

د انګلستان او ناروې  هیوادونو سایسنپوهانو  په ګډه په ترسره کړو تحقیقاتو کې ادعاء کړې ده چې نوی ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د چین د ووهان په یو لابراتوار کې جوړ شوی او چین دا خبره د ټولو نه پټه کړې ده .

د انګلستان او ناروې ساینسپوهانو د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د منشاء او اصلي‌ لامل په اړه په ترسره کړو تحقیقاتو کې دا موندلي‌ دي‌ چې دا ویروس د انسان لخوا جوړ شوی دی. نوموړو د خپلو تحقیقاتو په نتیجه کې  ویلي‌ دي‌ چې دا ویروس د چین د ووهان په لابراتوار کې جوړ شوی دی او چین دا حقیقت د ټولو نه پټ کړی دی.

پداسې حال کې چې د کرونا ویروس له امله هره ورځ په نړۍ کې په زرګونو تنه ژوند د لاسه ورکوي‌ ددې ویروس د اصلي‌ منشاء په اړه بحثونه او جنجالونه دوام لري.

د انګلستان د ډیلي‌ میل ورځپاڼې د انګلیس پروفیسور انوګس  دالګیش  او ناروې د هیواد سایسنپوه ډاکټر بیرګر سورن سن لخوا د کرونا ویروس د منشاء د پيدا کولو په اړه د ترسره کړو تحقیقاتو د نتیجه په اړه جوړ شوی راپور ترلاسه کړی دی.

پدې راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې د کووید ۱۹ ویروس د ووهان په لابراتوار کې جوړ شوی ویروس دی. چین ددې ویروس په اړه اصلي‌ حقیقت د ټولې نړۍ نه پټ کړی دی.

په راپور کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې چین سایسنپوهانو ددې ویروس د جوړولو نه وروسته د حیواناتو په ذربعه د طبعي لارو څخه خپور کړی دی.

په راپور کې راغلي‌ دي‌ چې چین ټول چینايي ساینسپوهان چې ددې ویروس په اړه يي تحقیقات کول او یا معلومات لرل په یو ډول نه په یو ډول خوله چوپه کړې د.

همداشان پدې راپور کې راغلي‌ دي‌ چې تیر کال ددې ویروس د واکسین د جوړولو د تحقیقاتو پر مهال داسې نښې او نښانې وموندلې چې  دا یواخې د انسان په لاس په جوړ شوي‌ ویروس کې  لیدل کیدای شي.

د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د امریکا استخباراتو هم د یو راپور په خپرولو سره ویلي‌ وو چې دا ویروس د چین د ووهان د ښار په لابراتوار کې جوړ شوی دی.

چین بیا هر ځل دا ادعاګانې په کلکه توګه ردوي.



اړوند خبرونه