ینس ستولتنبرګ : افغان حکومت او وسله وال پوځ د خپل امنیت د ټینګولو پوره توان لري
ستولتنبرګ : ناټو به د افغانستان د وسله وال پوځ سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي
د ناټو سازمان عمومي مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې د افغانستان حکومت او وسله وال پوځ د نړۍوال ځواکونو د مرستې پرته په خپلو خپو د دریدو په اندازه قوي او پیاوړی دی.
ستولتنبرګ دا څرګندونې په پرتګال کې د ناټو ځواکونو د سمندري تطبیقاتو پر مهال د اسوشیتید پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې افغانستان د پیاوړي او مسلکي و سله وال پوځ د جوړولو سربیره هم د ټولنیز او هم د اقتصادي پلوه د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس ددې وخت رارسیدلی دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د هیواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې ټول مسئولیت په خپله غاړه واخلي.
ستولتنبرګ وویل چې ناټو د نږدې شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښټ سره مرسته کړې ده . خو زه پوره باور لرم چې د افغانستان حکومت او وسله وال پوځ د نړۍواله مرستندویه ځواکونو نه پرته په خپلو خپو د دریدو او خپل هیواد نه د دفاع پوره توان او ظرفیت لري.
هغه وویل چې ناټو غړي هیوادونه به د افغانستان د امنیتي ځواکونو نه د مالي پلوه مرستې ته دوام ورکړي. همداشان ناټو د کابل حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د مذاکراتو نه چې ډیر په کلاره توګه پرمخ روان دي ملاتړ کوي. ناټو سازمان مه د خپلو ملکي متخصصینو په ذریعه د افغانستان امنیتي ارګانونو سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي.
هغه وویل چې د ناټو سازمان لخوا افغان ځواکونو د هیواد نه بهر د روزنې انتخاب هم د بحث لاندې نیول شوی دی خو تر اوسه پورې پدې اړه غوڅ تصمیم ندی نیول شوی .
هغه وویل چې د افغانستان نه د نړۍوال ځواکونو د وتو نه وروسته موجود خطرات يي پټ کړي ندي او د شفافیت نه کار اخیستی دی.
هغه زیاته کړه لکه څرنګه چې د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو نه وروسته ځیني خطراتو احتمال شتون لري په همدې اندازه د نه وتو سره يي هم خطرات شتون لري. د نه وتو سره يي دا جګړه نوره هم اوږدیږي. مجبور یو چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیره لوړه کړو .
هغه وویل چې ناټو سازمان د کابل د هوايي ډګر نه د مالي ملاتړ پلان جوړ کړی دی .
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی