د امریکا ولسمشر استخباراتو ته هر څه ژر د کرونا ویروس د اصلي منشاء د موندولو امر وکړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د امریکا د استخباراتو هر څه ژر د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د اصلي منشاء او سرچینې د پیدا کولو غوښتنه کړې ده .
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د امریکا د استخباراتو هر څه ژر د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د اصلي منشاء او سرچینې د پیدا کولو غوښتنه کړې ده .
بایدن وویل چې د امریکا استخباراتو نه د ۹۰ ورځو په دننه کې د کووید ۱۹ د اصلي منشاء او سرچینې د پيدا کولو او پدې اړه د یو داسې نهايي راپور د وړاندې کولو چې وکولای شي نتیجې ته مونږ نږدې کړي غوښتنه کړې ده .
د کووید ۱۹ د زیږنتون او سرچینې په اړه یو بیا هله بحثونه تاوده شول چې یوه څه موده مخکې د امریکا د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو د یو راپور له مخې ویلي وو چې کیدای شي چې نوی ډول کرونا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په لابراتوار کې جوړ شوی وي.
پدې خبر کې ویل شوي وو د ووهان د ښار د لابراتوار ۳ تنو څیړونکو په چین کې د کرونا ویروس د خپریدو نه مخکې د کرونا ویروس د ناروغۍ د عینې علایمو او شکایتونو سره روغتون ته مراجعه کړې وه.
د بله پلوه په امریکا کې د چین سفارت د ولسمشر بایدن لخوا استخباراتو د کرونا ویروس د اصلي منشاء د پيدا کولو په خاطر د دندې ورکولو په اړه سخت غبرګون وښود او ویلي دي چې امریکا غواړي دا مسئله سیاسي کړي. چین سفارت ویلي دي چې د بایدن دا پریکړه به د کرونا د خپریدو د مخنیوي په خاطر روانو تحقیقاتو ته ددې ناروغۍ د خپریدو د علتونو په اړه روانې څیړنې د ستونزو او خنډونو سره مخامخ کړي.
همداشان د امریکا د مشرانو جرګې هغه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه چې له مخې د امریکا استخبارات اړ کړي چې د کرونا ویروس د اصلي منشاء او سرچینې د موندولو په اړه خپل تحقیقات د ټولو سره شریک کړي او پدې اړه محرمیت له منځه ولاړ شي.
اړوند خبرونه
په روسیه کې یوې د بمبار الوتکې سقوط وکړ.
د روسیي د دفاع وزارت ویلي دي چې ددې هیواد یوې د بمبارۍ الوتکې سقوط کړی دی