په چین کې د ځغاستې د سیالۍ کې پر مهال ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ

په چین کې د ځغاستې په یوې سیالۍ کې  ستره فاجعه رامنځته شوه . ۲۱ تنو منډې وهوونکو ژوند د لاسه ورکړ.

1644029
په چین کې د ځغاستې د سیالۍ کې پر مهال ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ

 

په چین کې  د ځغاستې د سل کیلومترۍ سیالۍ  پر مهال په ناځاپي‌ توګه د هوا د ډیر جدي‌ بدلون  باران او ګلۍ د وریدو  او  هوا  د ډیرې زیاتې سړیدو له امله لږ تر لږه ۲۱ تنو منډې وهوونکو ژوند د لاسه ورکړ.

ویل کیږي‌ سیالي  په ډیرې شنې او لمریزې  هوا کې پیل شوه چې خو څو ساعته وروسته هوا په ناڅاپي‌‌ ډول خرابه شوه. سخت توپان او ورپسې سم باران او ګلۍ په وریدو پيل وشو.

د هوا د تودوخي‌ درجه په ناڅاپي‌ ډول سره ډیره سړه او منفي‌ درجې ته راټیټه شوه.

په سیالۍ کې ۱۷۲ تنو منډې وهوونکو کډون کړی وو. د هوا د خرابوالي‌ نه وروسته د منډې وهوونکو د ژغورنې په موخه عملیات پيل شول. په عملیاتو کې ۱۲۰۰ تنو ګډون کړی وو.

د ژغورنې ډلو ۱۵۱ تنه منډې وهوونکي‌ وژغورل خو ۲۱ تنو نورو بیا ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #ځغاستې سیالۍ , #چین

اړوند خبرونه