په امریکا کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

د امریکا متحده ایالتونو د کولوراډو په ایالت کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې ۷ تنه وژل شوي‌ دي.

1637053
په امریکا کې په یو کور د وسله وال برید په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی

 

د کولوراډو د سپرینګس د ښار د پولیسو مشر وینس نیسکي‌ خبري‌ رسنیو ته وویل چې ددې تراژیدۍ او خونړۍ پیښې د بیان په اړه الفاظ موندلی نشم. زه د پولیسو د مشر ، د یو میړه، یو پلار، یو نیکه  او ددې ټولنې د یو غړي‌ په توګه  دې پيښې مې زړه ټوټې ټوټې کړی دی. زما زړه ددې د پیښې د قربانیانو د کورنیو سره دی چې پدې پيښه کې خپل  د خپل ځیګر ټوټې اولاد د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د کولوراډو د سپرینګس  د ښار ښاروال جان ساترز خبري‌ رسنیو ته وویل چې نن يي مونږ د غم په ټغر کینولو او د هغه کسانو لپاره چې پدې پيښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی ویر کوو. مونږ ددې پيښې د ټپیانو ته دعا کوو.

مونږ ددې پيښې د قربانیانو کورنیو ته دعا کوو.

پولیسو ویلي دي برید کوونکي‌ په یو کور کې چې زوکړې د لمانځنې جشن پکې جوړ شوی وو په خلکو ډزې وکړې .

پدې برید کې ماشومانو ته زیان ندی اوښتی.

د برید لامل معلوم ندی . پولیسو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي‌ دي.



اړوند خبرونه