امریکا : افغان ځواکونه به په دریم ګړي‌ هیواد کې وروزو

امریکا متحده ایالتونه غواړي‌ چې‌ راتلوونکې کې افغان ځواکونه په دریم ګړي‌ هیواد کې وروزي .

1635836
امریکا : افغان ځواکونه به په دریم ګړي‌ هیواد کې وروزو

ا

د امریکا متحده ایالتونو لوی درستیز ستر جنرال مارک میلي  وویل چې  کیدای شي‌ هیواد به يي په راتلوونکې کې افغان ځواکونه په بل هیواد کې وروزي.

د امریکا د لوی درستیز مارک میلي‌ د دفاع وزیر لویډ اسټین سره په ګډه په پینټاګون کې  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

د امریکا د دفاع وزیر او لوی درستیز په اصل کې د دفاع وزارت د سل ورځنيو اجراعاتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل. هغوې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر د پيلیدو په اړه ځیني‌ امعلومات د خبریالانو سره شریک کړل.

لوی درستیز مارک میلی‌ د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر په اړه وویل چې  زمونږ اصلي‌ هدف په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونو د پلان سره سم په ډیره خوند‌ي او  منظم ډول سره ددې هیواد نه ویستل دي.

هغه وویل چې ولسمشر جو بایدن د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د سپټمبر تر ۱۱ مې نیټې مهلټ ټاکلی دی او مونږ به پدې موده کې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه بهر کړو او دا بهیر به بشپړ کړو.

میلر وویل چې طالبانو لخوا پر افغان ځواکونو بریدونه دوام لري‌ او دا بریدونه به ددې هیواد نه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته هم دوام وکړي. هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا ددینه وروسته د افغان ځواکونو نه مرسته نکوي؟ وویل ، خامخا يي کوي،  خو ددینه وروسته به د مرستې کولو بڼه تغیر وخوري. امریکا به په بل هیواد کې افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

د افغانستان نه بهر په بل هیواد کې دا کار د امکان وړ دی. یو زیات شمیر انتخابونه او بدلیونه شتون لري خو دم ګړۍ  زمونږ د تمرکز نقطه ددې هیواد نه د ټولو سرتیرو د ویستو مسئله ده .

هغه وویل چې تر اوسه پورې مو په هلمند ولایت کې یوه پوځي‌ هډه افغان ځواکونو ته تسلیم کړې ده .

هغه وویل چې د افغانستان نه په خوندي توګه د امریکايي ځواکونو د ویستو په خاطر ۶ بي ۵۲ د بمبارۍ الوتکې او ۱۲ هم اف ۱۸ جنګي‌ الوتکې او جنګي‌ بیړۍ سیمې ته لیږل شوې ده.

همداشان د امریکا د دفاع وزیر اسټین وویل چې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو بهیر یوه اونۍ مخکې پيل شوی دی او تر ننه پورې په ډیره ښه او پرته د هر ډول ستونزو دوام لري.

اسټین ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې طالبان په ځینو برخو کې لاسبري‌ شي‌ او ځیني‌ ښارونه د افغان ځواکونه ونیسي‌ ایا امریکا به افغان ځواکونو مرستې ته ودونګي‌ ؟ مونږ ددې هیله لرو چې افغان ځواکونه پخپله وکولای شي‌ چې دا ډول بریدونه په شا وتنبوي. همداشان امریکا به هم خپل ځیني‌ ځواکونه په احتیاطي‌ ډول د افغانستان نه بهر مستقر کړي. هغه په اصل کې دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه.

همداشان اسټین ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا قرادادي‌ پرسونل به هم د امریکا نه وباسي؟ وویل ، هو امریکا ټول هغه کسان چې  د امریکايي ځواکونو سره يي کار کړی وي‌ هغوې به وباسي. خو د قرادادي‌ کسانو په اړه به د افغانستان د حکومت سره یو نوی تړون لاسلیک کړي.



اړوند خبرونه