د اوکراین ولسمشر د روسیې ولسمشر ته د لیدنې بلنه ورکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په دونباس سیمه کې د لیدنې بلنه ورکړه.
1625556
زیلانسکي د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي ویدیويي پيغام کې د روسیې په ولسمشر ولادیمیر پوتین غږ کړی دی چې ، سره ددې چې اوکراین او روسیه د ګډ ماضي خاوندان دي خو راتلوونکي په اړه جلا جلا لید لوری لري، دا خبره باید زمونږ ترمنځه د اختلاف لامل نشي. مخکې ددینه چې وخت له وخته تیر شي کیدای شي چې دا مسئله په یو ښه فرصت بدله کړو.
هغه پر پوتین غږ کړی دی چې د دونباس د بحران د حل په خاطر باید حالات د نږدې نه ولیدل شي. هغه پوتین ته د تماس په کرښه کې په دونباس کې د لیدنې بلنه ورکړه.
هغه پر پوتین غږ وکړ چې ښاغلی پوتینه ! زه هره میاشت دونباس نه لیدنه کوم. ددینه وروسته هم تګ ته حاضر یم. همداشان تاسې ته هم د اوکراین د دونباس سیمې ته چیرته چې جګړه روانه ده د لیدنې بلنه درکوم. د دونباس په هره سیمه کې چې تاسې غواړۍ هلته زه تاسې سره لیدنې ته چمتو یم.