اوکراین د روسیې د سفارت د یو تن جګپوړي ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه.
د امریکا او پولنډ نه وروسته اوکراین هم د روس ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې روسیې د سانت پیترسبرګ په ښار کې د اوکراین جنرال قونسل الکساندر سوسونیوک د ډیپورتولو د پریکړې په غبرګون کې په کیف کې د روسیې د سفارت د یو تن جګپوړي ډیپلوماټ د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي بیان کې د روسیې لخوا په اوکرایني ډیپلوماټ لګول شوی تور په کلکه توګه رد کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د روسیې لخوا د اوکرایني ډیپلوماټ نیول او وروسته د ډیپورتولو پریکړه د ډیپوماتیکو اړیکو او ویانا د تړون نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. اوکراین د روسیې دا اقدام په کلکه توګه غندي.
په بیان کې راغلي دي چې اوکراین هم د روسیې ددې پارونکي اقدام په غبرګون کې په پلازمینه کیف کې د روسیې د سفارت د یو تن جګپوړي ډیپلوماټ د ډیپورتولو پریکړه کړې او هغه ته يي د اوکراین د خاورې نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ورکړی دی.
د ویلو ده چې د روسیې استخباراتو د سانت پیترسبورګ په ښار کې د اوکراین جنرال قونسل الکساندر سوسونیوک محرمو اسناد د ترلاسه کولو په تور لومړی ونیو او وروسته يي ورته د روسیې د خاورې نه ډیپورت کړ.
اوکراین د روسیې دا اقدام وغنده او وویل چې بالمثل ځواب به ورکړي.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې امریکا او ورپسې پولنډ روس ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.