روسیه : د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو ځنډول به د سولې مذاکراتو ته زیان ورسوي
روسیه وايي چې د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو د نیټې غځول به پدې هیواد کې د سولې مذاکراتو ته ضرر ورسوي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل چې د امریکا لخوا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو د نیټې ځنډول به د سولې روان مذاکرات د خنډ سره مخ کړي.
کابلوف د روسیې د ریا خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او امریکا لخوا ددې هیواد نه د خپلو ځواکونو د ویستو د نیټې د ځنډولو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل د هر څه نه مخکې امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ مه نيټه د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. امریکا پدې تړون کې د افغانستان نه د مې تر لومړۍ نیټې د خپلو ټولو ځواکونو د ویستو ژمنه کړې ده .
نن ورځ امریکا لخوا ددې پریکړې ځنډول د سولې د روانو مذاکراتو پر وړاندې خنډونه جوړوي. هغه وویل چې دا خبره د مذاکراتو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي ځکه چې دا پریکړه د طالبانو او امریکا ترمنځه د لاسلیک شوي تړون نه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
کابلوف وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ طالبانو د امریکا ددې پریکړې سره سخت مخالفت کړی دی.
زمونږ امریکايي سیالان مجبور دي چې لومړی طالبانو ته د خپلې دې پریکړې اصلي لامل بیان کړي. هغه وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځه تړون باید عملي شي او دواړه خواوې باید په کړو ژمنو عمل وکړي.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.