امریکا بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران په مسئلو د خبرو په خاطر بروکسل ته ځي
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان، ایران او اوکراین په مسئلو د خبرو په خاطر بروکسل ته سفر کوي.
1619435
د امریکا یو تن جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې بلینکن به د روانې اونۍ په دنننه کې بروکسل ته سفر وکړي.
هغه ویلي دي چې د بلینکن په دوسیه کې په سر کې د افغانستان او بیا د ایران او اوکراین مسئلې شتون لري.
هغه به هلته د افغانستان په مسئلې او د سولې په مذاکراتو خبرې وکړي. همداشان د ایران په مسئلې او په ویانا کې پيل شوي د ایران او امریکا ترمنځه په آټومي مذاکراتو خبرې وکړي.
همداشان د روسیې او اوکراین په پوله کې په روان شدت او تاریخوالي به هم بحث وشي.
د بله پلوه د امریکا د دفاع وزیر هم د اپریل په لسمه یعنې پرون د اسرائیل، بلجیم او جرمني ته په سفر وواته.
امریکا د روسیې او اوکراین په پولو کې د روانو پيښو په اړه مه ژوره اندیښنه ښودلی ده.