په هندوستان کې د حولي فیستیوال د لمانځونو پر مهال یواځې په بیهار ایالت کې ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هندوستان کې د حولي فیستیوال په لمانځونو کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1612063
په هندوستان کې د حولي فیستیوال د لمانځونو پر مهال یواځې په بیهار ایالت کې ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په هندوستان کې د نوي ډول کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره د

( حولي ) جشن او فیستیوال په لمانځونو کې د رامنځته شوې ګڼې ګوڼې له امله لږ تر لږه ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د پولیسو د سرچینو له قوله لیکلي دي  چې یواځې د بیهار په ایالت کې په لمانځونو کې په تیرو دوو ورځو کې د ګڼې ګوڼې په پيښو کې د درو تنو ماشومانو په ګډون ۴۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې ایالت کې ۳۸ تنه ټپیان شوي دي.

د هندوستان په یو زیات شمیر ایالتونو کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ سره سره خلک د پسرلي فیستیوال یا حولي د لمانځونو په خاطر لارو او سړکانو ته راوتلي دي.



اړوند خبرونه