په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۵۰۰ تنو نه واوښته

په میانمار کې د کودتاچي حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

1611157
په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۵۰۰ تنو نه واوښته

 په میانمار کې د کودتا پر خلاف په روانو مظاهرو کې د مړو شمیره ۵۱۰ تنو نه واوښته.

په میانمار کې د پوځ لخوا د کودتا او د منتخب حکومت د مشرانو د زنداني کولو پر خلاف د روانو مظاهرو په لړ کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۵۱۰ تنو نه واوښته.

په میانمار کې د سیاسي زندانیانو سره د همغږۍ او مرستې ټولنې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې پدې هیواد ک روانو مظاهرو په ترڅ کې په ۲۴ ساعتونو کې ۵۱ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې ۲۵۷۴ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي. همداشان ۱۲۰ تنه مظاهره کوونکي لا درکه دي.

په بیان کې راغلي دي چې په میانمار کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د مارچ د ۱۴ مې نیټې نه راپدیخوا د وژل شوو مظاهره کوونکو په منځ کې ۱۴ تنه يي ماشومان او یو تن يي پولیس دی.

د ویلو ده چې د میانمار پوځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د اتمې په ټولټاکنو کې د درغلۍ د ترسره کیدو په بهانه د ۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه د منتحب حکومت پر خلاف کودتا وکړه او د حکومت د چارواکیو په ګډون یو زیات شمیر مهمې څیرې زنداني کړې.

د میانمار د واکمن ګوند مشرې او بهرنیو چارو وزیرې سو چي هیوادوالو د کودتاچي حکومت پر خلاف مظاهرو ته راوبلل چې د فبروري په ۶ مه نیټه پراخه مظاهرې پیل شوې.


پيوندونه: #مظاهرې , #میانمار

اړوند خبرونه