په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۴۵۹ تنو ته لوړه شوه

په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۴۵۰ تنو نه واوښته

1610329
په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۴۵۹ تنو ته لوړه شوه

په میانمار کې د کودتا پر خلاف په روانو مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۴۵۹ تنو ته لوړه شوه.

په میانمار کې د پوځي کودتا نه وروسته  د پرزول شوي منتخب حکومت د مشرانو د نیولو پر خلاف پيل شوې مظاهرې دوام لري. د میانمار کودتاچي حکومت د مظاهره کوونکو پر خلاف د هرې ورځې په تیریدو سره چلند لا سختوي.

په نوموړي هیواد کې د امنیتي ځواکونو لخوا د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۴۵۹ تنو ته لوړه شوه.

د میانمار د سیاسي زندانیانو مرستندویه ټولنې لخوا د خپور شوي ورځني راپور له مخې پدې هیواد کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په روانو مظاهرو کې ۳۶ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۵۹ تنو ته لوړه شوه.

همداشان تر اوسه پورې ۲۵۵۹ تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي. د نیول شوو کسانو نه ۱۱۹ تنه لا تر اوسه پورې لا درکه دي.

د بله پلوه د میانمار د پوځ او د کارین قومي وسله والو ډلو ترمنځه نښتې دوام لري.

د میانمار پوځ لخوا د کارین د ایالت اړوند هپاپون په سیمه د هوايي بریدونو له امله ۳ زره تنه نورو سیمو ته کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د ویلو ده چې تیره ورځ د میانمار د پوځ لخوا د ماندالای په سیمه کې د یو کور د سوځولو په نتیجه کې ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ او وسوځیدل.


پيوندونه: #مظاهرې , #میانمار

اړوند خبرونه