په کاناډا کې یو تن برید کوونکي پر خلکو د چړې خونړی برید کړی دی.
په کاناډا کې برید شوی دی
1610187

د کاناډا د ونکوور د ښار پولیسو ویلي دي چې پدې ښار کې د یو تن لخوا په شاوخوا خلکو د چړې برید شوی چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ونکوور د ښار پولیسو یو تن مشر فرانک جانګ خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ونکوور په ښار کې یو تن برید کوونکي په شاوخوا کسانو برید کړی چې په نتیجه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا برید په یو تجاري سیمه کې رامنځته شوې ده . برید کوونکو د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د برید لامل معلوم ندی . پولیسو ویلي دي چې د برید په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.