د فرانسې ولسمشر ماکرون د پاریس د جومات نه لیدنه وکړه

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د  پلازمینې پاریس  د  جومات نه لیدنه وکړه.

1597795
د فرانسې ولسمشر ماکرون د پاریس د جومات نه لیدنه وکړه

 

د پاریس جومات د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې ولسمشر ماکرون د دې جومات د مسئول شمس الدین حافظ سره لیدنه وکړه.

دا لیدنه په ډیره دوستانه او صمیمي فضا کې تیره شوه.

د فرانسې ولسمشر ماکرون پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې زما صمیمانه او دوستانه تمنیات د فرانسې مسلمانانو ته تقدیم کړۍ.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د اسلام په اړه د فرانسې د ولسمشر ماکرون څرګندونو د اسلامي نړۍ ډیر سخت غبرګونونه پارولي وو.



اړوند خبرونه