په میانمار کې تر ټولو خونړۍ ورځ

په میانمار کې تیره ورځ ۳۸ تنه مظاهره کوونکي ووژل شول

1594669
په میانمار کې تر ټولو خونړۍ ورځ

په میانمار یا برما کې تر ټولو خونړۍ ورځ. په میانمار کې د پوځي کودتا پر خلاف د روانو مظاهرو په ترڅ کې پرون ۳۸ تنه مړه او تر سلو ډیر کسان ټپیان شوي دي.

ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې په میانمار کې د کودتا پر خلاف په روانو مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمیره د ۵۰ تنو نه واوښته.

همداشان امنیتي ځواکونو تر ۱۲۰۰ ډیر مظاهره کوونکي نیولي دي.

د میانمار لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي کرستین شرنر وویل چې په میانمار کې د کودتا پر خلاف په روانو مظاهرو کې یواځې تیره ورځ  ۳۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې د مړو شمیره د ۵۰ تنو نه واوښته.

هغه خبري رسنیو ته وویل چې د کودتا نه وروسته تیره ورځ په میانمار کې تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

همداشان تر سلو تنو ډیر ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه پورې تر ۱۲۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

د میانمار لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې په نړۍوالې ټولنې د میانمار د کودتا پر خلاف په ګډه د حرکت کولو او غږ اوچتولو بلنه ورکړه.

ځانګړې استازې په میانمار کې د کودتا نه وروسته  د چین او روسیې په دریځ کې چې ویلي دي په میانمار کې روان وضعیت او پیښې ددې هیواد داخلي مسئله ده سخته نیوکه وکړه.

هغې وویل چې دا مسئله یواځې داخلي مسئله نده بلکې د سیمې پر امنیت يي هم ډیر منفي اغیزې کړي دي. د سیمې استقرار يي تر اغیزو لاندې راوستی دی.

د بله پلوه د ملګروملتونو د امنیت شورا سبا د جمعې ورځ  په د میانمار د کودتا په مسئلې د غور کولو په خاطر ځانګړې غونډه کوي.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د میانمار د امنیتي ځواکونو لخوا پر مظاهره کوونکو د سختو بریدونو او شدت نه کار اخیستل په کلکه توګه غندلی دی.


پيوندونه: #مظاهرې , #میانمار

اړوند خبرونه