په امریکا کې په وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي دي

د امریکا متحده ایالتونو د لوئیزیانا په ایالت کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.

1587533
په امریکا کې په وسله وال برید کې ۳ تنه وژل شوي دي

 

د امریکا د ان بي سي کانال د خبر له مخې د لوئیزیانا په ایالت کې یو تن برید کوونکی د وسلو یوې مغازې ته د ننوتو سره ډزې وکړې چې په نتیجه کې  ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

پیښه د یاد شوي ایالت د نیواورلان په ښار کې رامنځته شوې ده .

په خبر کې د پولیسو له قوله لیکل شوي دي چې یو تن برید کوونکی د وسلو مغازې ته د ننوتو سره سم يي هر لورې ته په ډزو پيل وکړ. په برید کې یو تن ځای په ځای ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ډیر سخت ټپیان شول.

د ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې ونیول شو. ټپیانو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکی د وسلو مغازې ته د ننوتو سره د مغازې خاوند سره لفظي شخړه پيل کړه چې وروسته يي په هر لوري ته په ډزو پيل وکړ.

د بریدکوونکي د برخلیک په اړه څه ندي ویل شوي. پولیسو د برید په اړه تحقیقات پيل کړي دي.



اړوند خبرونه