د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ بې ګناه وبلل شو

ټرمپ د سنا په مجلس کې بې ګناه وبلل شو

1583150
د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ بې ګناه وبلل شو

د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر ډونلد ټرمپ چې د جون په شپږمه  د مظاهره کوونکو لخوا پر کانګرس په برید کې د لاس لرولو په تور استیضاح شوی وو په سنا مجلس لخوا په جوړه شوې ځانګړې محاکمه کې بې ګناه وبلل شو.

د ویلو ده چې د امریکا په کانګرس کې ډیموکراټ ګوند د جنوري په ۶ مه د کانګرس پر وړاندې په برید کې د لاس لرولو او رول لوبولو په تور تورن کړ او هغه يي د دویم ځل لپاره استیضاح کړ.

د ټرمپ  د استیضاح محاکمې د سنا په مجلس کې ۵ ورځې دوام وکړ. د پنځه ورځني محاکمې بهیر نه وروسته رای اچونه وکړه. ټرمپ د ۵۷ موافقو رایو په مقابل کې د ۴۳ مخالفو رایو سره بې ګناه وبلل شو.

د ویلو ده چې د ټرمپ د پړ ثابتولو په خاطر د سنا مجلس د ۱۰۰ تنو وکیلانو نه د لږ تر لږه د ۶۷ تنو وکیلانو موافقه رایې ته اړتیا لیدل کیده چې دا نصاب پوره نشو.

دونلد ټرمپ د سنا په مجلس کې د برائت د ترلاسه کولو نه وروسته په خپلو څرګندونو کې ویلي دي چې تل يي د عدالت او حقیقت نه دفاع کړې ده . هغه د خپلو مدافع وکیلانو او د سنا د مجلس د سناتورانو او استازو د مجلس نه مننه وکړه.

ټرمپ په دیموکراټ ګوند په هیواد کې پر حقوقو د تورې لکې پورې کولو او د عدالت نه د سیاسي غچ اخیستتو په توګه په کار اخیستو تورن کړ. هغه د استازو مجلس لخوا د دویم ځل لپاره د استیضاح کیدو نه د هیواد په تاریخ کې د ستر سیاسي ښکار په توګه یادونه وکړه.

ټرمپ وویل چې په ټاکنو کې ۷۵ میلیونه رایې ترلاسه کړي دي او د هغه رقیبان دا خبره هیڅکله هم هیرولی نشي. هغه د خپلو میلیونو تنو پلویانو نه مننه وکړه.

ټرمپ وویل چې ( امریکا له سره لویه کړۍ ) په خاطر د پیل کړي وطنپاله غورځنګ سفر نوی پيل شوی دی.

هغه ویلي دي چې په راتلوونکو میاشتو کې به تاسې سره ډیر شیان شریک کړم. ددې په هیله چې دا سفر په ګډ سره وکړو.

د بله پلوه د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د ټرمپ د بې ګناه ثابتیدو نه وروسته وویل ، هغه کسان چې نن د ټرمپ د استیضاح او د هغه د پړ ثابتولو سره يي مخالفت کړی دی هغوې پخپله هم پدې ډیر ښه پوهیږي چې ټرمپ په ډیر شرم اوره توګه د خپلې دندې نه ناوړه استفاده کړې ده .

هغه وویل چې د ټرمپ د برائت کولو سره سره د هغه په اړه بحثونه به هیڅوخت پایته ونه رسیږي. د هیواد په تاریخ کې غمجنې دورې مونږ ته دا وښوده چې ډیموکراسي ډیره باریکه او ماتیدونکې ده او تل باید ترینه دفاع وشي.

هغه وویل چې په امریکا کې تاوتریخوالی او افراطیت هیڅوخت ځای نلري.

ټول امریکایان او په ځانګړې توګه مونږ مشران تل د حقیقت او عدالت نه دفاع  کول زمونږ دنده او مسئولیت دی. مونږ پدې ډول کولی شو چې ملکي جګړې پایته ورسو او هیواد لا پیاوړی کړو.



اړوند خبرونه