په جاپان کې د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۱ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې
په جاپان کې ډیره زوروره زلزله وشوه.
په جاپان کې ډیره زوروره زلزله وشوه.
د جاپان د فوکوشیما په سیمه کې د ریشتر په کچه د ۷ عشاریه ۳ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې په ۲۰۱۱ کال کې هم په فوکوشیما کې زوروره زلزله رامنځته شوې وه چې وروسته يي اټومي ناورین ته لار هواره کړې وه.
ویل کیږي زلزله د فوکوشیما په ۶۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
د زلزلې نه وروسته په سیمه کې د توسونامي خبرداری ندی ورکړ شوی .
د جاپان د کیودو خبري اژانس د خبر له مخې پدې زلزله کې تر سلو ډیر کسان ټپیان شوي دي .
همداشان په سیمه کې موجودو اټومي سنټرالونو ته هم هیڅډول کوم زیان ندی اوښتی.
د زلزلې نه وروسته د جاپان حکومت بیړنۍ غونډه وکړه. کابینې ته په زلزله کې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات ورکړ شول.
ویل کیږي په فوکوشیما کې یو زیات شمیر خلک چې کورونو يي په زلزلو کې زیان لیدلی دی د تخلیې په بیړني مرکزونو کې ځای په ځای کړی شوي دي.