امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې د سعودي عربستان سره به په دفاعي برخو کې مرسته وکړي.

امریکا د حوثي یاغیانو لخوا بر سعودي عربستان برید په کلکو ټکو وغنده

1581526
امریکا متحده ایالتونو ویلي دي چې د سعودي عربستان سره به په دفاعي برخو کې مرسته وکړي.

 

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان السعودي سره د ټیلیفون په کرښه وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرانیس ویلي دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر بلینکن د خپل سعودي سیال سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

بلینکن پدې ټیلیفوني خبرو کې تیره ورځ د حوثي یاغیانو لخوا د سعودي عربستان د آبها پر هوايي ډګر ترسره کړی برید په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي دي چې په سعودي عربستان د ترسره شوو بریدونو په ځواب کې به د سعودي عربستان سره د دفاعي سیستم د پياوړي کولو په برخه کې مرسته وکړي.

همداشان پدې ټيلیفوني خبرو کې په یمن کې د روانې جګړې د ختمولو او په هیواد کې سیاسي حل لارې په موخه په اوچتیدونکو ډیپلوماتیک ګامونو خبرې وکړې. سعودي عربستان د یمن لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د هلو ځلو نه ملاتړ اعلان کړ.

د ویلو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیره ورځ د پر سعودي عربستان ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی وو او ویلي وو چې هیواد يي د سعودي عربستان  سره د دفاعي برخو د پياوړي کولو او ملاتړ په اړه په خپلو ژمنو ولاړ دی.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن د فبروري په ۴ مه نیټه اعلان وکړ چې هیواد به يي ددینه وروسته په یمن کې د سعودي عربستان په جګړه کې پوځي ملاتړ ونکړي.



اړوند خبرونه