په فرانسه کې چورلکې سقوط وکړ

په فرانسه کې د چورلکې د سقوط په نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1580817
په فرانسه کې چورلکې سقوط  وکړ

 

د فرانسې په سویل لویدیځ کې په کورشول سیمه کې د یوې ملکي چورلکې د لویدو په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د فرانسې د ساووی ولایت د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې چورلکې پرون د مازیګر د ۵ بجو پر مهال د شاروت د غره په لوړو برخو کې لویدلې ده .

د چورلکې د لویدو نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې . د سیمې خلکو د ژغورنې ډلې د پيښې ځای ته سوق کړې. پيښه د غره په ۱۹۰۰ متره لوړیوالي کې رامنځته شوې ده .

په پیښه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په چورلکه کې پنځو تنو شتون درلود چې دوو تنو يي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې په فرانسه کې د تیر کال د دسمبر په میاشت کې هم په همدې سیمه کې چورلکې سقوط کړی وو چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #سقوط , #چورلکه , #فرانسه

اړوند خبرونه