په میانمار کې د پوځي کوتاه نه وروسته د سیاستوالو د نیولو لړۍ دوام لري.
په میانمار کې یو بل مهم سیاستوال ونیول شو
د میانمار پوځي د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او هیواد کې د پرزول شوي حکومت د مشرۍ سو چي یو تن مهم پلوي او د دیموکراسۍ د یووالي ګوند جګپوړی چارواکی وین هتین هم ونیولو.
د ملي ډیموکراسۍ د یووالي ګوند ویاند کي ټوي ویلي دي چې د سو چي نږدې پلوي چې حتا د هغې د ښي لاس په توګه مشهور وو نن د پوځي حکومت لخوا ونیول شو. هغه ددینه وړاندې هم د اوږدو کلونو لپاره سیاسي بند تیر کړی دی.
وین هټین د کودتا نه وروسته په نوموړي هیواد کې په انګلیسي ژبه چاپیدونکي د فرونټیر میانمار ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو چې پوځ د کودتا په کولو سره ډیره ستره خطا کړې او هیواد يي د ناڅرګندۍ پر لورې روان کړی دی. هغه پر پوځ سختې نیوکې کړې وې.
همداشان هغه د میانمار خلکو ته ددې غیرې مشروع کودتاچي نظام پر خلاف مظاهرو او غبرګون ښودولو ته بلنه ورکړې وه.
د ویلو ده چې په میانمار کې پوځ د فبروري په لومړۍ نیټه د منتخب حکومت پر خلاف کودتا وکړه او د حکومت ډیری چارواکي يي او سیاستوال يي ونیول.
پوځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۸ مه نیټه په ترسره شوو ټولټاکنو کې د واکمن ګوند لخوا د درغلیو د ترسره کیدو ادعاء کوله .
همداشان د ټاکنو نه وروسته د پوځ او مخالف ګوند پلویانو لاس په مظاهرو پورې کړ. د میانمار لوی درستیز د جنوري په ۲۸ مه نیټه حکومت ته په ټاکنو کې د ترسره شوو درغلیو د سپیناوي او اعتراف غږ کړی وو.
د میانمار پوځ د کودتا نه وروسته د یو کال لپاره بیړنی حالت اعلان کړ او خلکو سره يي د بیړني حالت د ختمیدو پورې ټولټاکنو ترسره کوو ته د زمینې برابرولو ژمنه وکړه.