د میانمار پوځ د کابینې ټول وزیران له دندو ګوښه کړل

په میانمار کې د تیرې ورځې د پوځي کودتا نه وروسته د نوموړي هیواد د کابینې ۲۴ تنه وزیران او د وزیرانو مرستیالان له دندو ګوښه کړی شول.

1575626
د میانمار پوځ د کابینې ټول وزیران له دندو ګوښه کړل

 

د میانمار پوځ  د تلویزیون له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې پوځي حکومت د پخواني ولسمشر وین مینت د حکومت اړوند ټول وزیران او د وزیرانو مرستیالان له دندو ګوښه کړي او په لومړني پړاو کې ۱۱ تنه وزیران په دندو ګمارلي دي.

په بیان کې راغلي دي چې تر اوسه پورې د بهرنیو چارو ، دفاع ، خزانې، پولو د امنیت او کورنیو چارو او معلوماتو وزارتونو په ګډون ۱۱ وزارت خانو ته وزیران ټاکلي دي.

د ویلو ده چې په میانمار کې پوځ تیره ورځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د اتمې نیټې په ټولټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو په ادعاء سره کودتا وکړه او د هیواد واک او اختیار يي په لاس کې ونیو.

پوځ د هیواد ولسمشر ، د ولسمشرۍ شورا مشره، د بهرنیو چارو وزیره او د واکمن ګوند مشره او د واکمن ګوند یو زیات شمیر چارواکي ونیول.

همداشان پوځ د هیواد یو تن  متقاعد جنرال د ولسمشر په توګه وټاکه. پوځ د یو کال لپاره په هیواد کې اضطراري حالت اعلان کړ.

د ویلو ده چې د ترکیې په ګډون د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو دا کودتا په کلکه توګه وغندله.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن دا کودتا په کلکه توګه وغندله او د میانمار پوځي اداره يي په سختو تحریمونو وګواښله.

اروپايي ټولنې هر څه ژر د نیول شوو سیاستوالو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

په میانمار کې د پوځي کودتا معمار لوی درستیز مین اونګ هلینګ د اضطراری حالت د پایته رسیدو نه مخکې په هیواد کې دیموکراتیکو ټاکنو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د بله پلوه د میانمار د واکمن ګوند مشرې سو چي خلک د کودتاچیانو په مقابل کې مظاهرو او لایونو ته راوبلل.



اړوند خبرونه