اوکراین ولسمشر: په امریکا کې په کانګرس د برید پیښې دې هیواد ډیموکراسۍ ته ستر ګوزار ورکړ
د اوکراین ولسمشر: د جنوري په شپږمه په امریکا کې د کانګرس پر ودانۍ د برید نه وروسته دې هیواد ته د دیموکراسۍ د سمبول په توګه کتل به ګرانه خبره وي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي وویل چې د جنوري په شپږمه په امریکا متحده ایالتونو کې د کانګرس پر ودانۍ د برید نه وروسته دا به ډیره سخته وي چې ددینه وروسته دې هیواد ته څوک د ډیموکراسۍ د سمبول په سترګه وګوري.
زیلانسکي دا څرګندونې په امریکا کې د نشرات کوونکي د اکسیوس په نامه خبري پاڼې سره په مرکه کې وکړې. هغه وویل کله چې مې د جنوري په شپږمه د امریکا پر کانګرس د برید ننداره کوله هیڅ باور مې نه راتلو. کله زما په خیال او عقل کې هم داسې یوه خبره نوه تیره شوې.
هغه وویل چې مونږ تل امریکا ته د ډیموکراسۍ په برخه کې د یو سمبول هیواد او په سوله ایزه توګه د وال د انتقال په برخه کې نمونه د مثال د یو هیواد په سترګه کتل. د همدې امله پدې هیواد کې د کانګرس پر وړاندې برید ددې هیواد ډیموکراسۍ او انځور ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.
هغه په اوکراین کې دوو انقلابونو رامنځته کیدو ته په اشارې سره وویل ، پدې مونږ ټول پوهیږي چې دا ډول پیښې رامنځته کیږي خو په امریکا کې د داسې یوې پیښې رامنځته کیدل د چا په خوب او خیال کې هم نه راته.
د همدې امله ددې پيښې نه وروسته دا به ډیره ګرانه وي چې څوک دې هیواد ته د دیموکراسۍ د سمبول په سترګه وګوري.
د ویلو ده چې د روان میلادي کال د جنوري په شپږمه نیټه په امریکا متحده ایالتونو کې په کانګرس کې د الکټرال کالج رایو د ټایید په موخه د جوړې شوې عمومی غونډې پر مهال د پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند دلاسه ورکړ.
د ویلو ده چې پر کانګرس برید کوونکو د ۴ ساعتونو لپاره د کانګرس ودانۍ اشغال کړې وه چې دې مسئلې په ټوله نړۍ کې د امریکا انځور ته سخت زیان رسو.
ددې پيښې نه وروسته د امریکا پلازمینې واشنګټن ته په زرګونو تنه ملي ګارد سرتیري واستول شول او د نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د لوړې تر مراسمو په واشنګټن کې ځای په ځای کړی شول.
همداشان په امریکا کې ډیموکراټ ګوند ددې برید پړه پر پخواني ولسمشر ټرمپ واچوله او هغه يي د دویم ځل لپاره استیضاح کړ.
اړوند خبرونه

سیګار : د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل د تیر حکومت د ماتې اصلي لامل شو
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل له طالبانو سره د جګړې د ماتې یو مهم عامل و.