د ایکوادرو د ولسمشر لنین مورینو الوتکې د تخنیکی ستونزې له امله بیړنۍ ناسته  وکړه.

د ایکوادرو د ولسمشر الوتکې بیړنۍ ناسته وکړه

1574414
د ایکوادرو د ولسمشر لنین مورینو الوتکې د تخنیکی ستونزې له امله بیړنۍ ناسته  وکړه.

 

د ایکوادور ولسمشر لنین مورینو چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی وو هیواد ته د ستنیدو پر مهال يي الوتکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته وکړه.

ویل کیږي  د لنین مورینو الوتکه په پلازمینه واشنګټن کې بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوه.

د ایکوادرو رسنیو ویلي دي چې پدې پیښه کې د ولسمشر لنین مورینو په ګډون هیچا ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.

د الوتکې د تخنیکي ستونزې په اړه د لا زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه شوې ده .



اړوند خبرونه