امریکا نوي حکومت د تیر حکومت لخوا پر ځینو هیوادونو د وسلو د پلورولو قراردادونه وځنډول
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ټرمت په دوره کې په بعضو هیوادونو د وسلو او پوځي تجهیزاتو د پلورولو قراردادونه ځنډولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو تن جګپوړي چارواکي ویلي دي چې نوي حکومت ته څیړونو او ارزونو د فرصت ورکولو په خاطر بهرنیو چارو وزارت په ځینو هیوادونو د پوځي توکو او تجهیزاتو د پلورلو اړوند د لاسلیک شوو قراردادونو او مخامخ تجارت په چوکاټ کې د وسلو او تجهیزاتو ټرانسفر او پلورولو مسئلې په موقت ډول ځنډول شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا مسئله د حکومتونو د بدلون پر مهال یوه عادي خبره ده.
همداشان دا مسئله د حکومت د شفافیت، ښې حکومتدارۍ او امریکا د وسلو د پلورولو قابلیت، په ګډه د کار کولو او لا پیاوړو شراکتونو د رامنځته کولو په برخه کې ستراتیژیکو اهدافو ته د ژمنتیا ښکارندويي کوي.
چارواکي ویلي دي چې ټول قراردادونه ځنډول شوي ندي یواځې د ټرمپ د حکومت په وروستیو شپو ورځو کې د متحده عرب اماراتو باندې پلورل شوو اف ۳۵ ډوله الوتکو او په سعودي عربستان په څیر په یو زیات شمیر هیوادونو باندې د وسلو پلورولو ته د اجازې ورکولو او پلورلو قراردادونه شتون لري.
د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ د خپل حکومت په وروستیو شپو ورځو کې پر متحده عرب اماراتو د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په بدل کې د اف ۳۵ جنګي الوتکو پلورولو ژمنه وکړه او قرارداد يي لاسلیک کړ.
اړوند خبرونه

په مالي کې پر امنیتي ځواکونو خونړی برید شوی چې له امله يي په لسګونو سرتیري وژل شوي
په مالي کې پر امنیتي ځواکونو د ترسره شوي خونړي برید له امله د مړو شمیره د ۴۰ تنو نه واوښته.