فرانسه کې پر مسلمانانو د محدودیت لګولو اړوند د قانون مسوده د پارلمان د ځانګړي کمیسیون لخوا تصویب شوه
په فرانسه کې مسلمانان د فشار او کنټرول لاندې د نیولو اړوند د قانون مسوده د پارلمان د ځانګړي کمیسیون لخوا تصویب شوه.

د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په دویمه نیټه پارلمان ته وړاندې کړي د اسلام پالې بیلتون غوښتنې پر وړاندې د مبارزې تر نامه لاندې د قانون مسوده تصویب شوه. د ویلو ده چې دې قانون په ټوله نړۍ کې د سخت غبرګونونه پارولي وو.
د فرانسې د پارلمان ځانګړي کمیسیون ( د جمهوریت ارزښتونو ته د درناوي د لا پياوړتیا پرنیسیبونه ) تر نامه لاندې د قانو مسوده تصویب شوه.
ددې قانون له مخې به په فرانسه کې د مسلمانانو اړوند ټولې ملکي او مدني ټولنې، سازمانونه او جوماتونه د کلک تعقیب او کنټرول لاندې ونیول شي. همداشان ددوې مالي چارې به د کلک کنټرول لاندې ونیول شي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین د نوموړي قانون په اړه وویل چې " دا قانون یواځې د ننیو ستونزو د مخنیوي په خاطر نه بلکې د جمهوریت د ارزښتونو نه د دفاع په خاطر د راتلوونکو نسلونو لپاره هم یو ډیر مهم قانون دی. "
همداشان هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې په فرانسه کې د ښي اړخو او کین اړخو افراطیت او تهدیدونو کچه لوړه شوې ده . دوي هم زمونږ بڼسټونه د ګواښ سره مخامخ کړي دي.
د ویلو ده چې ( جمهوریت ارزښتونو ته د درناوي د لا پياوړتیا پرنیسیبونه ) په نامه دا قانون په فرانسه کې پر مسلمانانو د ژوند په هره برخه کې د محدودیت لګولو او په نادر ډول سره د رامنځته کیدونکو حالاتو نه د یو مزمن ستونزې په توګه د ښودولو له امله پرې ډیرې سختې نیوکې کیږي.
ددې قانون له مخې په ددینه وروسته په فرانسه کې جوماتونه او ددې جوماتونو د اداري چارو مسئول ملکي ټولنو او سازمانونو په چارو کې د مداخلې سربیره د ددوې مالي مسائل هم د کلک کنټرول لاندې ونیول شي.
همداشان پدې قانون کې د مسلمانانو نه د جنسیت له مخې د ډاکټرانو د ترجیح حق اخیستل کیږي. ددې ترڅنګ د فرانسې په ټولو دولتي مامورینو د سیکولریزم زده کړې جبرې کیږي.