جو بایدن د لوړې د کولو او په رسمي توګه د دندې د پيلولو نه وروسته لومړني اجراعات

جو بایدن د دندې د پيلولو نه سمدلاسه وروسته څو مهم اجرايي فرمانونه لاسلیک او صادر کړل

1567943
جو بایدن د لوړې  د کولو او په رسمي توګه د دندې د پيلولو نه وروسته لومړني اجراعات

د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر جو بایدن د لوړې د کولو  او په  رسمي توګه د دندې د پيلولو نه وروسته د لومړۍ دندې په توګه ، د اقلیم د بدلون پر وړاندې د مبارزې په خاطر د پاریس په تړون کې له سره د ګډون په خاطر اجرايي فرمان لاسلیک او صادر کړ.

بایدن ددې ترڅنګ امریکا له سره د روغتیا نړۍوال سازمان غړیتوب ترلاسه کولو په خاطر فرمان لاسلیک او صادر کړ. د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د اقلیم د بدلون پر خلاف د مبارزې په خاطر  د پاریس تړون او د کرونا ویروس پراخه وبا ناروغۍ په مسئله کې د روغتیا په نړۍوال سازمان پر خلاف  د نیوکو او غبرګون له امله امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان نه  جلا کړې وه.

همداشان جو بایدن د پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ لخوا په بعضو اسلامي هیوادونو باندې د امریکا د ویزې په اړه لګول شوي بندیزونه فسخه کړل .

بایدن د ټرمپ د ۱۷ اجرايي فرمانونو د فسخه کولو په خاطر نوي اجرايي فرمانونه لاسلیک او صادر کړل. 

د ویلو ده چې  ټرمپ د دندې د پیلولو نه یواځې یوه اونۍ وروسته په بعضو اسلامي هیوادونو په وګړو د امریکا د ویزې بندیز لګولی وو.

د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د سپینې ماڼۍ نه د جلا کیدو پر مهال نوي ولسمشر جو بایدن ته  د کار په میز یو لیک پریښی وو.

جو بایدن د نوموړي لیک په اړه خبریالانو ته وویل چې ټرمپ ورته یو ډیر سخاوتمندانه لیک پریښی دی. د ټرمپ سره د لیدنې پورې به ددې لیک محتوا پټه پاتې شي.


پيوندونه: #جو بایدن , #امریکا

اړوند خبرونه