د امریکا نوي ولسمشر جو بایدن د لوړې په کولو سره په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه

د امریکا متحده ایالتونو منتخب ولسمشر جو بایدن  د لوړې په کولو سره  د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه خپله دنده رسمآ پیل کړه.

1567774
د امریکا نوي ولسمشر جو بایدن د لوړې په کولو سره په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه

 

همداشان کاملا هاریس د لوړې په کولو سره د امریکا د ولسمشر د لومړنۍ ښځینه تورپوستې مرستیالې په توګه خپله دنده رسمآ پيل کړه.

جو بایدن د لوړې نه وروسته د ولسمشر په توګه خپل لومړنۍ وینا وکړه.

هغه وویل چې نن ورځ د امریکا ورځ ده. ډیر شیان شتون لري چې هغه باید اصلاح کړو. د یو نوي باب د پرانیستو سره باید یو بل خبرې واورو.

هغه زیاته کړه چې ډیموکراسي په کومه اندازه حساس شی دی مونږ ټولو ددې شاهدي وکړو. نن ورځ ډیموکراسي برلاسه شوی او ډیموکراسۍ وګټله. یو څو ورځې مخکې شدت او تاوتریخوالي د پلازمینې بڼسټونه ولړزول خو مونږ ټول یو موټی شو. یو ځل بیا په سوله ایزه توګه د واک انتقال مو ترسره کړ.

زه پوهیږم چې زمونږ اساسي قانون په کومه اندازه قوي دی. ولسمشر کارټر هم په همدې عقیدې وو. هغه پدې مراسمو کې ګډون ندی کړی خو پرون مې ورسره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د امریکا داستان د فرد پورې تړلی ندی. مونږ یو ملت یو. ډیر شیان شتون لري چې هغه باید اصلاح کړو. نن ورځ بلکې په تاریخ کې د ډیرو سختو ورځو نه تیریږو.

په یو کال په  نړۍوالو جګړو کې ډیر زیات امریکايي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی. د دښمنانو پر خلاف باید متفق شو او یو موټی شو.

جو بایدن په خپله وینا کې تر ټولو زیات په یووالي ټینګار وکړ. هغه وویل چې زه د ټولو امریکایانو ولسمشر یم. هغه کسانو ته چې مونږ ته يي رای نده راکړې لا زیات خدمت وکړو. 

د ویلو ده چې د امریکا پخواني ولسمشر دونلد ټرمپ د یو بل ستر دود د ماتولو سره د خپل ځای ناستي جو بایدن د لوړې په مراسمو کې ګډون ونکړ.

د جو بایدن د لوړې مراسمو کې پخوانیو ولسمشرانو نه بل کلنټن ، جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما د خپلو میرمنو سره ګډون کړی وو.

همداشان د بایدن د لوړې په مراسمو کې دونلد ټرمپ مرستیال مایک پنس هم ګډون کړی وو.

پدې مراسمو کې د ټرمپ د کورنۍ نه هیچا ګډون ونکړ. د ویلو ده چې جو بایدن د لوړې د مراسمو نه مخکې لومړی کلیسا ته لاړ او هلته يي دعاء وکړه.



اړوند خبرونه