په اندونیزیا کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

د اندونیزیا د سولوسي په ایالت کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

1563989
په اندونیزیا کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

د اندونیزیا په لویدیځ کې سولوسی په ایالت کې د ریشتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په زلزله کې د ۳۴ تنو د وژل کیدو او ۶۳۷ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د زلزلې نه وروسته يي څه باندې ۳۰۰۰ تنه خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي. همداشان په سیمه کې د زلزلې ټکانونه دوام لري. په سیمه کې پر خلکو د دنګو دنګو ودانیو نه  د ځانونو د لرې ساتولو غوښتنه شوې ده.

د اندونیزیا د هوا پیژندنې اقلیم او جیوفیزیک ادارې ویلي دي چې زلزله د سولوسي ایالت د ماجیني ښار شمال ختیځ لوري ته په شپږ کیلومترۍ کې د مځکې لاندې په لس کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .

زلزلې ګاوندي ښارونه پالو او ماکاسار هم لړزولي دي.

د اندونیزیا د ناورین ادارې معلوماتو او عامه اړیکو رئیس ویلي دي چې زلزلې په نتیجه کې ۶۲ کورونو او یو زیات شمیر دولتي اداراتو ودانیو زیان لیدلی دی. هغه ویلي دي چې شاوخوا ۳ زره تنه خوندي سیمو ته انتقال شوي او لومړنیو مرستې پرې ویشل شوي دي.

همداشان ځايي مقاماتو ویلي دي چې د زلزلې په نتیجه کې د مړو شمیره ۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیره بیا ۶۳۷ تنو ته لوړه شوې ده .

زلزلې د سیمې د برښنا او مخابراتو بڼسټونو ته هم زیان رسولی دی چې د همدې امله  برښنا او مخابراتو جریان پرې شوی دی.


پيوندونه: #زلزله , #اندونیزیا

اړوند خبرونه