په امریکا متحده ایالتونو کې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

په امریکا کې په یو کور الوتکې سقوط کړی

1556431
په امریکا متحده ایالتونو کې یوې الوتکې سقوط کړی دی.

 

د امریکا متحده ایالتونو د دیترویت د ښار نه بهر یوه الوتکه په یو کور لویدلې ده .

د دیترویت د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې د الوتکې د پيلوټ او دوو تنو سپرلۍ په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو ویلي دي چې د دیترویت د ښار بهر د لیون په ولسوالۍ کې یوې کوچنۍ الوتکې په یو کور سقوط وکړ.

پدې پیښه کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په کور کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی. په پيښه کې کور ته د پام وړ زیان اوښتی دی.

د امریکا د ملکي هوايي چلند فدرال ادارې ویلي دي چې د پیښې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه