په امریکا متحده ایالتونو کې ټاکنیز کالج جو بایدن په رسمي توګه د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړ.
جوبایدن بری د ټاکنیز کالج لخوا تایید شو
په امریکا کې د نوامبر په دریمه نیټه په ۵۰ ایالتونو او واشنګټن ډي سي کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته تیره ورځ راټول شوي ټاکنیز کالج یا ایالتي استازو د بایدن بری تایید کړ.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ټاکنیز کالج د ۵۳۸ تنو استازو نه جوړ دی. د تاکنیز کالج ۴۳۵ تنه د ولسي جرګې او سل تنه د مشرانو جرګې غړي دي. همداشان ۳ تنه د واشنګټن استازي دي.
د امریکا ولسمشرۍ په ټاکنو کې جو بایدن خپل رقیب موجود ولسمشر دونلد ټرمپ ته ستره ماتې ورکړه. بایدن پدې تاکنو کې ټرمپ ته د نږدې ۸ میلیونو رایو په فرق سره ماتې ورکړه. همداشان بایدن پدې ټاکنو کې ۳۰۶ کال رایې او د ټرمپ بیا ۲۳۲ کالج رایې ترلاسه کړې.
د لومړي ځل لپاره په امریکا کې یوه ترک تباره امریکايي وګړې دریا تاشکن ټاکنیز کالج ته لار موندلې ده .
د ټاکنیز کالج لخوا د بایدن د بري د اعلانیدو نه وروسته هغه په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې
" یو ځل بیا د نوې پاڼې پرانیستو، اتحاد او یووالي وخت رارسیدلی دی. د امریکا خلکو سره ژمنه کوم چې د امریکا د ټولو وګړو چې ماته يي رای راکړې او که نه ولسمشر شم. "
بایدن وویل چې په امریکا کې ډیموکراسي د ولسمشر ډونلد ټرمپ د ټولو بریدونو سره سره ډیره پیاوړې او په خپو ولاړه ده.
بایدن وویل ددې په هیله چې ټرمپ د هغه بری قبول کړي. هغه ټرمپ ته په اشارې سره وویل چې په امریکا کې کنټرول د سیاستوالو لخوا په لاس کې نه نیول کیږي بلکې هغوې ته واک او صلاحیت د خلکو لخوا ورکول کیږي.
بایدن د امریکا په خلکو یو ځل بیا د یووالي او همغږۍ غږ وکړ او وویل چې ډیرې مهمې ستونزې په مخکې لرو چې په لومړي سر کې د کرونا ویروس د کنټرول لاندې د نیولو او د اقتصادي مرستو مسایل دي. دا زمونږ د چارو په لومړیتوب کې ځای لري.