جرمني پر سعودي عربستان وسلو بندیز د یو کال بل لپاره وغځو

جرمني سعودي عربستان ته د وسلو پر صادراتو د لګولي بندیز موده د ۲۰۲۱ کال تر پایه پورې وغځوله.

1543062
جرمني پر سعودي عربستان وسلو بندیز د یو کال بل لپاره وغځو

 

 د جرمني د خبري اژانس د خبر له مخې، د جرمني حکومت پر سعودي عربستان لګولی د وسلو بندیز د ۲۰۲۱ کال د پایه وغځو. د ویلو ده چې پدې وسلو کې هغه وسلې چې د نورو اروپايي هیوادونو سره په ګډه جوړیږي بهر نیول شوي دي.

همداشان پدې موده کې سعودي عربستان سره د وسلو په اړه شوي قراردادونه به هم لغوه کړی شي.

د ویلو ده چې برلین په ۲۰۱۸ کال کې پر سعودي عربستان په یمن کې د جګړې او سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت له امله د وسلو بندیز ولګو او دې هیواد ته يي د وسلو ټول صادرات ودرول.

د جرمني حکومت پر سعودي عربستان لګولی دا بندیز تر اوسه پورې څو ځلې غځولی دی چې یو ځل بیا يي وغځو.

 

 



اړوند خبرونه