په فرانسه کې هوايي ځواکونو چورلکې سقوط کړی

د فرانسې د ساووی په سیمه کې د فرانسې د هوايي ځواکونو اړوند یوې چورلکې د سقوط له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1542286
په فرانسه کې  هوايي ځواکونو  چورلکې سقوط کړی

 

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ساووی په سیمه کې د چورلکې په سقوط کې ۳ تنو د هوايي ځواکونو د ژغورنې د ډلې سرتیرو او دوه تنو د جمهوریت ساتونکو ځواکونو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان پدې پيښه کې یو تن ټپي ژغورل شوی دی.

ماکرون ددې پیښې او مرګ ژوبلې له امله د فرانسې خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د بله پلوه د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالد دارمانین ویلي دي چې سبا به د بعضو چارواکیو سره یو ځای د پیښې د سیمې نه لیدنه وکړي.

د بله پلوه د ساووی د والي دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دا پيښه تیره شپه د ۷ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه. د هوايي ځواکونو د ژغورنې د ډلو اړوند چورلکه په ۱۸۰۰ متره ارتفاع کې رالویدلې ده .

په بیان کې راغلي دي چې پدې چورلکه کې ۴ تنه د ژغورنې پرسونل او دوو تنو نورو کسانو شتون درلود. په چورلکه کې یو تن ژوندی او ټپي ژغورل شوو وو چې هغه  د الوتکې د غورځیدو راپور ورکړی دی.


پيوندونه: #سقوط , #چورلکه , #فرانسه

اړوند خبرونه