امریکايي جګپوړی چارواکی : پر ایراني ساینسپوه برید د اسرائیل لخوا شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو یو تن جګپوړي چارواکي د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د اسرائیل لخوا د وژل کیدو په اړه اعتراف وکړ.

1538653
امریکايي جګپوړی چارواکی : پر ایراني ساینسپوه برید د اسرائیل لخوا شوی دی

 

امریکايي چارواکي د سي ان ان تلویزیون سره په مرکه کې چې نه غوښتل خپل نوم واخلي ویلي دي چې فخري زاده د اسرائیل لخوا ووژل شو.

هغه ویلي دي چې اسرائیل د ټولو عملیاتو په اړه لومړی امریکا ته خبر ورکوي خو دا چې ددې برید په اړه يي امریکا ته خبر ورکړی وو او که نه پدې اړه يي د څه ویلو نه ډډه وکړه.

امریکايي چارواکي ویلي دي  دا چې ایران ددې برید پړه پر اسرائیلو اچولې ده د همدې امله په سیمه کې امریکايي وګړو ته کوم خطر مخامخ ندی.

هغه ویلي دي ایران تر اوسه پورې د قدس د ځواکونو د قومندان قاسم سلیماني غچ ندی اخیستی . د هغه د مرګ تلین رانږدی دی خو  د هغه د تلین له امله کیدای شي چې ایران احتمالي برید ترسره کړي.

هغه ویلي دي چې امریکا د ایران د احتمالي برید لپاره هر ډول تدابیر نیولي دي خو دا چې لنډه د موده وروسته د نوي ولسمشر جو بایدن د دندې پيلولو ته لږې شپې ورځې پاتې دي ایران ګمان نه کوم چې د بایدن سره د اړیکو د خرابولو په بدل دا کار وکړي.

امریکايي چارواکي ویلي دي که چیرې ایران پر امریکايي وګړو او یا ځواکونو احتمالي برید وکړي دا به  د ایران سره لاسلیک شوي اټومي تړون ته د  بایدن بیرته ستیندو مسئله د ګواښ سره مخامخ کړي.



اړوند خبرونه