د ونزویلا ولسمشر: د دسمبر په ۵ نیټه په پارلماني ټاکنو کې د ماتې په صورت کې استعفا وکړم
مادورو: په پآرلماني ټاکنو کې د مخالفینو د بري په صورت کې به د ولسمشرۍ له دندې استعفا وکړم
د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وویل چې د دسمبر په شپږمه نیټه په ترسره کیدونکو پارلماني ټاکنو کې د ماتې خوړولو په صورت کې به له خپلې دندې هم استعفا وکړي.
د ونزویلا د رسنیو د خبر له مخې د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په ۱۲ مه نيټه په ترسره شوو پارلماني ټاکنو کې د مادورو مخالفینو ستر بری ترلاسه کړی وو. مادورو ویلي دي که چیرې دا ځل هم مخالفین ټاکنې وګټي د ولسمشرۍ له دندې نه به هم استعفا وکړي.
نیکولاس مادورو د ونزویلا په خلکو غږ کړی دی چې خپل برخلیک ستاسې پریکړې ته پریږم، د مخالفینو لخوا د ټاکنو د ګټولو په صورت کې به له خپلې دندې هم استعفا وکړم.
مادورو په مخالفینو باندې د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د دسمبر په شپږمه نیټه په ټاکنو کې د پراخه ګډون غږ کړ. هغه وویل نه غواړي چې د موجود پارلمان ۵ نورو کلونو لپاره په ګډه کار وکړي.
اړوند خبرونه
د مالیزیا سمندري ځواکونو اړوند د دوو چورلکو د جنیګدو له امله لږ تر لږه لس تنو ژوند د لاسه ورکړ.
په مالیزیا کې د رسم ګذشت پریډ لپاره د تمرین پر مهال دوه چورلکو په هوا کې سره ټکر کړی دی