د ارمنستان ولسمشر ارمن سارکیسیان د حکومت نه د استعفا کولو غوښتنه وکړه.

ارمنستان ولسمشر: د پاشینیان حکومت باید استعفا وکړي

1536824
د ارمنستان ولسمشر ارمن سارکیسیان د حکومت نه د استعفا کولو  غوښتنه وکړه.

 

د ارمنستان ولسمشر ارمن سارکیسیان په روسیه کې د میشتو ارمني ټولنو د استازو سره په لیدنه کې د ارمنستان پر حکومت ډیرې سختې نیوکې وکړې.

هغه د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پاشینیان لخوا د قره باغ په اړه د اذربایجان سره د لاسلیک کړي تړون نه چې ویلي وو تړون لاسلیکولو نه پرته بله لاره يي نه درلوده د سترې خطا او تراژیدۍ په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې ددې ډول سترې خطا او ستراتیژۍ حل لاره په ټولو هیوادونو کې معلومه ده چې هغه هم د حکومت استعفا ده.

حکومت باید چې استعفا وکړي.

هغه وویل چې د هیواد وضعیت دوه کاله وړاندې دورې سره جدي توپیر لري. د روان وضعیت د کابلو کولو یواځنۍ لار د حکومت استعفا، لنډ مهال حکومت رامنځته کول او د وخت نه مخکې ټاکنې ترسره کول دي.

هغه وویل چې د ټولو سیاسي ګوندونو لپاره د منلو وړ یو تکنوکراټ حکومت چې د دندې موده يي د شپږ میاشتو نه تر یو کال پورې وي او هیواد ټاکنو ته چمتو کړي وړاندیز وکړ.

هغه د ټاکنو پورې د هیواد په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په خاطر د ټولپوښتنې وړاندیز هم وکړ.

هغه وویل چې د ارمنستان ولسمشر او یا لومړی وزیر باید د هیواد د راتلوونکي په اړه مهمې پریکړې باید په یواځې ځان ونکړي. هغه وویل چې ولسمشر هم باید انتصابي نه بلکې انتخابي وي. ولسمشر هم باید د خلکو په ازاده رایو وټاکل شي.



اړوند خبرونه