په امریکا کې په سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

په امریکا متحده ایالتونو کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

1536174
په امریکا کې په سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

 

د واشنګټن نه زمونږ همکار په راستولي رپوټ کې ویلي دي چې تیره ورځ د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید ترسره شو چې په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې برید د کالیفورنیا ایالت په مرکز ساکرامنتو کې په یو سوداګریز مرکز شوی دی.

په برید کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ساکرامنتو د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید په یو سوداګریز مرکز پداسې حال کې شوی دی چې په سلګونو تنه د اعلان شوو تخفیفونو په خاطر مغازو ته راغلي وو.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی او د نیولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.



اړوند خبرونه