په جمو او کشمیر کې پر هندي ځواکونو خونړی برید شوی
د هندوستان تر کنټرول لاندې په کشمیر کې پر پوځیانو خونړی وسله وال برید شوی .
1534832
د ټایمز اف انډیا د ورځپاڼې ویلي دي چې نن پنجشنبه د نوامبر ۲۶ د جمو او کشمیر د پاریم پورا د ښار اړوند د خوشي پورا په سیمه کې د چټک غبرګون پر ځواکونو وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ۲ تنه سرتیري مړه او دوه تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
د هندوستان پوځ د رسنیو دفتر هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې په جمو او کشمیر کې زمونږ پر پوځیانو د درې تنو ترهګرو لخوا وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې دوه تنه اتلان مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې د برید کوونکې ډلې د تشخیص په خاطر عملیات پيل شوی دي. ترهګرو برید د یو موټر نه کړی دی.
د بله پلوه امنیتي ځواکونو په سیمه کې پراخه د پلټنې عملیات پيل شوي دي.