جو بایدن د خپلې کابینې ځیني کلیدي څیرې وټاکلې

جو بایدن د خپلې کابینې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار وټاکل

1532953
جو بایدن  د خپلې کابینې ځیني کلیدي څیرې وټاکلې

د امریکا متحده ایالتونو نوي منتخب ولسمشر جو بایدن د خپلې راتلونکې کابینې او مهمو امنیتي پوستونو لپاره ځینې کسان معرفي کړل.

بایدن پداسې حال کې د خپلې کابینې او مهمو امنیتي پوستونو ته کسان ټاکي چې موجود ولسمشر ډونلد ټرمپ خپله ماتې منلې نده .

جو بایدن د نوامبر په ۲۳ مه نيټه د یو بیان په خپرولو سره جک سالیوان د ملي امنیت د سلاکار په توګه، لیندا توماس ګرینفیلډ په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا دایمې استازې او باراک اوباما د دورې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د چاپیریال د بدلون په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه وټاکل.

د ویل ده چې جو بایدن تیره ورځ انتوني بلینکن د بهرنیو چارو وزیر په توګه ټاکل وو.

همداشان بایدن الخانرو مایورکاس د ملي امنیت د وزیر په توګه او آوریل هینس د ملي استخباراتو په توګه په نظر کې نیولی دی.

 



اړوند خبرونه