په امریکا متحده ایالتونو کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

په امریکا کې پر سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی

1531643
په امریکا متحده ایالتونو کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی دی.

 

د امریکا  د ویسکانسین په ایالت کې په یو سوداګریز مرکز وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

د ویسکانسین ایالت د واواتوسا د ښار پولیسو ویلي دي چې برید په میفیر مال سوداګریز مرکز باندی شوی چې په نتیجه کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي دي چې د برید نه وروسته يي سوداګریز مرکز نه خلک تخلیه کړي او په مرکز کې د برید کوونکي د نیولو په خاطر د پلټنې عملیات ترسره کړي دي.

پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی خو د نیولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري.

پولیسو ویلي دي چې ابتدايي تحقیقات دا ښايي چې دا کوم تصافي برید ندی.

د واواتاسا د ښار د پولیسو مشر بیري ویبر خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ۸ تنه ټپیان شوي دي چې یو تن يي ماشوم دی.

هغه ویلي دي کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل برید کوونکی تښتیدلی وو.

د هغه په وینا ټپیانو پولیسو ته ویلي دي چې برید د ۲۰ نه تر ۳۰ کلونو د عمر ترمنځه د یو سپین پوستي لخوا شوی دی.

پولیسو په سیمه کې د شواهدو د راټولو او برید کوونکي د نیولو په خاطر هلې ځلې کوي.

د برید لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.



اړوند خبرونه