پوتین : ترکیې قره باغ په مسئله کې د اذربایجان نه ملاتړ کړی خو نړۍوال قوانین يي د خپو لاندې کړي ندي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې ترکیې د قره باغ په مسئله کې تل د اذربایجان نه ډیر قوي ملاتړ کړی دی خو هیڅکله يي نړۍوالو حقوق د خپو لاندې کړي ندي.

1529503
پوتین : ترکیې قره باغ په مسئله کې د اذربایجان نه ملاتړ کړی خو نړۍوال قوانین يي د خپو لاندې کړي ندي

 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قره باغ او په سیمه کې د ترکیې د رول په اړه ارزونې او پوښتنې ځواب کړې.

پوتین د روسیه ۲۴ تلویزیون سره په مرکه کې  وویل، سره ددې چې  په بعضو مسئلو کې د ترکیې سره  اختلاف د نظر پیدا کیږی خو مونږ تل  دا اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي دي.

پوتین د قره باغ د مسئلې په اړه وویل دا د شوروي اتحاد د ویشلو جیوپولتیک نتیجه ده.

هغه د قره باغ په اړه د ترکیې د دریځ او رول په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ترکیې پدې مسئله کې تل د اذربایجان قوي ملاتړ کړی دی خو هیڅکله يي نړۍوال حقوق د خپو لاندې کړي ندي. د همدې امله هیڅوک په ترکیې تور نشي پورې کولی.

هغه وویل چې  د قره باغ په مسئله کې دواړه خواوو په ټپونو د مرحم د پټیو لګولو لپاره وخت ته اړتیا لري.

هغه وویل ددې په هیله چې ارمنستان او اذربایجان خپلې اړیکې له سره تاسیس کړي.



اړوند خبرونه