پنټاګون : په راتلوونکو ۲ میاشتو کې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ تنو ته راټیټه کړو

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون د افغانستان او عراق نه د خپلو ځواکونو د ویستو خبره تایید کړه.

1529500
پنټاګون : په راتلوونکو ۲ میاشتو کې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ تنو ته راټیټه کړو

 

پنټاګون وویل چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د جنوري د میاشتې تر ۱۵ مې نیټې به په افغانستان  او عراق کې د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ تنو ته راټیټه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وزیر میلر په پنټاګون کې خبري رسنیو ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۱۵ مې نیټې به په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ تنو ته  راټیټه کړو. همداشان په عراق کې هم په همدې شان غواړو د خپلو سرتیرو شمیره ۲۵۰۰ تنو ته راټیټه کړو.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفر میلر وویل چې دا تصمیم د ولسمشر دونلد ټرمپ لخوا د ملي امنیت د لومړیتوبونو سره سم نیول شوی دی او د میاشتو میاشتو راهیسې د ملي امنیت ډله پدې مسئلې سلامشورې او کار کولو.

هغه وویل ددې مسئلې په اړه د ناټو سازمان د مشر ینس ستولتنبرګ او د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او متفقو هیوادونو د مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.

میلر وویل چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱ مې د پيښې نه وروسته د افغانستان او عراق د اشغال سره پيل شوې جګړې باید پایته ورسو. خپل ماشومان به ددې دوامدارې جګړې د ستر او دروند بار نه وژغورو.

د بله پلوه  د امریکا د دفاع وزارت یو تن چارواکي بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان او عراق نه د خپلو ځواکونو د ویستو تصمیم د ملي امنیت او کابینې د توصیو له مخې نیولی دی او بل دا چې دا پریکړه په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د امریکا د خلکو سره د کړو ژمنو پر ځای کول دي.

هغه ویلي دي چې په افغانستان او عراق کې موجود وضعیت د امریکا د خلکو او ګټو لپاره د ګواښ نه وتلي دي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان او عراق کې د القاعدې ترهګري سازمان فعالیت اوس هم دوام لري وویل، که چیرې مونږ خپل سرتیري ونه باسو القاعده خپل فعالیت نه دروي. القاعده د څو لسیزو راهیسې پدې هیوادونو کې فعالیت کوي.



اړوند خبرونه