په مصر کې د چورلکې په سقوط کې ۵ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي

په مصر کې د سوله ساتو ځواکونو د چورلکې د سقوط سره ۷ تنه بهرني سرتیري وژل شوي

1527678
په مصر کې د چورلکې په سقوط کې ۵ تنه امریکایي سرتیري وژل شوي

 د مصر د سنا په ټاپو کې د چورلکې د سقوط په نتیجه کې د ۵ تنو امریکايي سرتیرو په ګډون ۷ تنو بهرنیو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په مصر کې ګډو ځواکونو ویلي دي چې د نوموړي هیواد د سنا په ټاپو کې ددوې یوه بلک هاک ډوله چورلکه  غورځیدلې ده چې په نتیجه کې ۵ تنو امریکايي ، یو تن فرانسوي او یو تن هم د چک جمهوریت سرتیري ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دا پيښه د نوامبر په ۱۲ مه نیټه د پنجشنبې پر ورځ رامنځته شوې ده .

د چورلکې د سقوط لامل معلوم ندی. پدې پیښه کې ۷ تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي سره ددې چې د پيښې د رامنځته کیدو لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو داسې ښکاري چې دا پيښه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوي وي.


پيوندونه: #سقوط , #چورلکه , #مصر

اړوند خبرونه